د سوریې په شمال کې د جرابلس او الباب په ښارونو د بالستیک توغندیو بریدونه شوي
د سوریې په شمال کې د جرابلس په ښار او الباب په سیمو د بالستیک توغندیو د بریدو سربیره د پ ک ک ترهګري سازمان د غړیو لخوا د هاوان بریدونه شوي دي.
په جرابلس ښار د پ ک ک ترهګري سازمان لخوا د ترسره شوي هاوان برید په نتیجه کې دوه تنه ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د رسنیو دفتر ویلي دي چې د پ ک ک ترهګري سازمان څانګو پ وای ډي د سوریې په شمال کې د ترکیې پولو نه پورې غاړې ته د جرابلس په ښار کې د الحومران په کلي د هاوان درې جلا جلا بریدونه کړي. پدې بریدونو کې د یو ماشوم او یوې ښځې په ګډون دوو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی او یوه میرمن ټپۍ شوې ده.
د بله پلوه تیره شپه د جرابلس ښار د الحمران په سیمه او د الباب ولسوالۍ د ترحین په سیمه د بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي.
دا بریدونه په سیمه کې د تیلو په چاڼځایونو او ذخیرو شوي دي.
د نوموړو بریدونو په نتیجه کې د تیلو چانځایونو او ذخیرو سربیره یو زیات شمیر ټانکران سوځیدلي دي.
د امنیتي سرچینو د خبر له مخې دا توغندي د اسد رژیم تر کنټرول لاندې د حلب کویریس هوايي ډګر نه توغول شوي دي.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اسد تر کنټرول لاندې د حلب د کویریس د هوايي ډګر نه د جرابلس او الباب په ښارونو کې پر ملکي استوګنځایونو او د تیلو په چانځایونو او ذخیرو د بالستیک توغندیو بریدونه شوي دي.
پدې بریدونو کې ګن شمیر ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلی دي چې دا بریدونه د ترکیې تر کنټرول لاندې د سولې چینې په سیمه شوي دي. د همدې امله د بریدونو د نه تکراریدو په خاطر د روسیې سره تماس نیول شوی او ددې بریدونو د هر څه ژر درولو او نه تکراریدو غوښتنه شوې ده .
ددې ترڅنګ د ترکیې وسله والو ځواکونو په هغه نقطو چې بریدونه ترینه شوي وو متقابل ځوابي بریدونه شوي دي.