حوثي یاغیانو په سعودي عربستان د ۱۴ ډرون الوتکو او ۸ بالستیک توغندیو بریدونه کړي

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان تر ټولو ستر بریدونه کړي

1596941
حوثي یاغیانو په سعودي عربستان د ۱۴ ډرون الوتکو او ۸ بالستیک توغندیو بریدونه کړي

حوثي یاغیانو د نړۍ په کچه  تر ټولو په سترو د  سعودي عربستان د تیلو په  چاڼځایونو او زیرمو د انتحاري ډرون الوتکو او بالستیک توغندیو سره بریدونه وکړل.

سعودي عربستان ویلي دي چې حوثي یاغیانو تیره شپه د نوموړي هیواد د تیلو تر ټولو په سترو چاڼځایونو او زیرمو بریدونه کړي دي.

حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د نړۍ په کچه تر ټولو ستر بندر راس التنور بندر او د سعودي ارامکو په تاسیساتو بریدونه کړي دي.د سعودي عربستان د انرژۍ وزارت ویلي دي چې پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي دي چې دا بریدونه په اصل کې د نړۍ  په انرژۍ بریدونه دي. دا بریدونه د ډرون الوتکو سره شوي دي.

همداشان حوثي یاغیانو تیره شپه د سعودي عربستان د الظهران په ښار د ارامکو د تیلو په ستر چاڼځایونو د بالستیک توغندیو بریدونه کړي دي.

سعودي عربستان چارواکیو ویلي دي چې توغندیو پارچې د ارامکو د کارکوونکو د اوسیدو په سیمو لګیدلي دي. له نیکه مرغه چې پدې بریدونو کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.

سعودي عربستان په نړۍوالې ټولنې ددې بریدونو په مقابل کې د سخت غبرګون ښودولو غږ کړی دی.

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویاند ترکي المالکي ویلي دي چې د راس التنوره په بندر او الظهران په ښار کې د ارامکو د تیلو په چاڼځایونو بریدونه په شا تنبولي دي.

هغه ویلي دي چې دا بریدونه یواځې په سعودي عربستان نه بلکې په نړۍوال تجارت او د تیلو په سوقیاتو باندې ترسره شوي بریدونه دي.

د بله پلوه په یمن کې د حوثي یاغیانو ویاند وویل چې د سعودي عربستان د خاورې په 

 مرکزي برخو کې په ډیرو حساسو نقطو باندې ډیر ستر عملیات ترسره کړي دي.

هغه وویل چې پدې بریدونو کې د ۱۴ بې ډرون الوتکو او ۸ بالستیک توغندیو نه کار اخیستی دی.

هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې د سعودي عربستان د راس التنوره په بندر، د سعودي ارامکو د تیلو په چاڼځایونو ، د الدمام ، العسیر او جازان په ښارونو کې په پوځي نقطو بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه