په بغداد کې تر ټولو په خوندي زرغونې سیمه کې د امریکا پر سفارت راکټي بریدونه شوي
د عراق په پلازمینه بغداد کې تر ټولو په خوندي په زرغونې سیمې راکټي بریدونه شوي دي.

د عراق د امنیتي سرچینو د خبر له مخې نن د بغداد تر ټولو په خوندي په زرغون سیمې درې راکټي بریدونه شوي دي. د راکټونو نه یو د امریکا د سفارت ترڅنګ د عراقي ځواکونو په یوې امنیتي قرارګاه لګیدلی دی. پدې پیښه کې چاودنه ځاني زیان ندی اوښتی.
همداشان دوه نور راکیټونه په ملکي میشتو سیمو ترڅنګ لګیدلي دي.
د ویلو ده چې دا د یوې اونۍ په دننه کې په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر قرارګاه او سفارت ترسره شوی دریم برید دی.
لومړی د عراق په شمال کې د اربیل په نړۍوال هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو پر قرارګاه ۱۳ راکټي بریدونه وشو چې په نتیجه کې د یو امریکايي سرتیري په ګډون ۶ تنه قراردادي سرتیري ټپيان کړل او یو تن پکې ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان دویم برید د امریکايي ځواکونو د بلد پر پوځي هډې وشو .
د ویلو ده چې د عراق په پلازمینه بغداد په زرغونې سیمه کې د بهرنیو هیوادونو د سفارت خانو سربیره ددې هیواد تر ټولو مهم امنیتي ارګانونه او ادارات شتون لري.
اړوند خبرونه

اسرائیلو د سوریې په پلازمینه دمشق کې د اسد او ایراني ځواکونو پر پوځي هډو هوايي بریدونه کړي
اسرائیلو تیره شپه د سوریې په پلازمینه دمشق کې په یو زیات شمیر پوځي نقطو هوايي بریدونه کړي.