قطر د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو سازمان په قرارګاه کې نماینده ګي پرانیزي.
قطر غواړي چې د ناټو سازمان غړیتوب ترلاسه کړي

د قطر د رسمي خبري اژآنس د خبر له مخې د قطر او ناټو سازمان ترمنخه د لاسلیک شوي تړون له مخې قطر په بروکسل کې د ناټو سازمان په قرارګاه کې د نماینده ګۍ د پرانیستو پریکړه وکړه.
قطر ویلي دي چې د ناټو په قرارګاه کې د نماینده ګۍ د پرانیستو پریکړه په اصل کې د قطر او ناټو سازمان ترمنځه د ښو او نږدې اړیکو ښکارندويي کوي. دا زمونږ د ښو اړیکو نتیجه ده.
قطر په ۲۰۰۵ کال کې د استانبول د همکاریو د تشبث د غړیتوب په ترلاسه کولو سره د ناټو سره اړیکې پيل کړې.
همداشان په ۲۰۱۸ کال کې د ناټو سازمان سره د امنیتي ، استخباراتو او پوځي برخو کې عسکري تړونونه لاسلیک کړل.
قطر وايي چې ددې هیواد هدف د ناټو سازمان قوي غړیتوب ترلاسه کول دي.
د قطر د دفاع وزیر خالد بن محمد العطیه په ۲۰۱۸ کال کې ویلي وو چې هیواد يي د پوځي پياوړتیا او طاقت له پلوه د سیمې د مهمو هیوادونو نه یو دی. زمونږ هدف د ناټو سازمان پوره غړیتوب ترلاسه کول دي.
اړوند خبرونه

سعودي عربستان د سږني حج لباره خپل شرط اعلان کړ
سعودي عربستان سږ کال د حج د فریضې لپاره حاجیانو ته د اجازې ورکولو په خاطر خپل شرط اعلان کړ.