متحده عرب اماراتو د اسرائیل لپاره خپل سفیر په دنده وګمارله
متحده عرب اماراتو د تیر کال د سپټمبر په میاشت کې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي کولو نه وروسته د لومړي ځل لپاره دې هیواد ته خپل سفیر وټاکه.

د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزارت ستراتیژیکو اړیکو د څانګې رئیسې هند العتیبه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې محمد محمود الهاجا په اسرائیل کې د متحده عرب اماراتو د سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
د ویلو ده چې متحده عرب اماراتو او اسرائیل ترمنځه د ۲۰۲۰ کال د سپټمبر په ۱۵ مه نیټه د امریکا متحده ایالتونو په منځګړتوب د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د اړیکو د نورمالولو په خاطر تړون لاسلیک کړ.
ددې پرمختګ نه وروسته متحده عرب اماراتو د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۲۴ مه نیټه د اسرائیل په پلازمینه تل ابیب کې د سفارت د ودانۍ د جوړولو پریکړه وکړه.
همداشان اسرائیل هم د اړیکو د عادي کولو نه وروسته د متحده عربي اماراتو لپاره خپل سفیر وټاکه.
اړوند خبرونه

سعودي عربستان د سږني حج لباره خپل شرط اعلان کړ
سعودي عربستان سږ کال د حج د فریضې لپاره حاجیانو ته د اجازې ورکولو په خاطر خپل شرط اعلان کړ.