د عراق د اربیل په نړۍوال هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو پر هډې توغندیو برید شوی
د عراق په شمال کې د اربیل ښار په هوايي ډګر چې د امریکايي ځواکونو په هډې توغندیز بریدونه شوي دي.
د عراق په شمال کې د اربیل ښار په هوايي ډګر چې د امریکايي ځواکونو په هډې توغندیز بریدونه شوي دي.
د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اربیل پر هوايي ډګر ګن شمیر توغندیز بریدونه شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې د توغندیو نه دوه د اربیل په نړۍوال هوايي ډګر چې د امریکايی ځواکونو ستره هډه هم پکې شتون لري لګیدلي دي او یو توغندی د هوايي ډګر نه بهر لګیدلی دی.
د بله پلوه د امریکا امنیتي سرچینو ویلي دي چې د اربیل په هوايي ډګر ۱۴ راکټي بریدونه شوي چې لس راکټونه يي د هوايي ډګر دننه د امریکايي ځواکونو د هډې نه بهر او ۴ راکټونه بیا د هوايي ډګر نه بهر د ملکي میشتو سیمو لګیدلي دي.
د امریکايي سرچینو په وینا پدې بریدونو کې ۵ تنه او یو تن امریکايي سرتیري په ګډون ۶ تنه ټپیان شوي دي او یو تن قراردادي پرسونل ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د بریدونو په اړه تحقیقات دوام لري.
امریکا ددې بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن ویلي دي چې د بریدونو نه وروسته يي د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې د لومړي وزیر مسرور برزاني سره خبرې کړي .
هغه د عراق په شمال کې د فدرالي حکومت نه د ملاتړ اعلان کړی دی.