په عراق کې په یو نانوايي کې درنده چاودنه شوې
په عراق کې په یو نانوايي کې چاودنې په لسګونو تنه ټپیان کړل.
د عراق په سویل کې په دیوانیه ښار کې په یو نانوايي کې د چاودنې له امله ۲۶ تنه ټپیان شوي دي چې لږ تر لږه د ۳ روغتیايي حالت يي باریکه دی.
د دیوانیه ښار امنیتي مقاماتو خبري رسنیو ته ویلي دي د لومړنیو تحقیقاتو له مخې ګمان کیږي چې چاودنه د ګازو له امله رامنځته شوي وي.
پدې چاودنه کې ۲۶ تنه ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي دي. د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت ښه ندی.
همداشان چاودنې سیمې ته د پام وړ مالي زیانونه هم اړولي دي. ویل کیږي چاودنه دومره زوروره وه چې شاوخوا ودانۍ هم نړولې دي.
د پيښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو بازار کې دوه غبرګې چاودنې شوې وې چې له امله يي څه باندې ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۱۰ تنه نور ټپیان شوي وو.
ددې چاودنو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.