داعش په عراق کې په حشد شعبي ځواکونو خونړی برید کړی

د عراق د صلاح الدین په ولایت کې د داعش ترهګرې ډلې د حشد شعبي ځواکونو په ۲۲ غنډ د برید سره ګن شمیر د حشد شعبي سرتیري وژلي دي.

1569905
داعش په عراق کې په حشد شعبي ځواکونو خونړی برید کړی

 

د عراقي رسنیو د خبر له مخې داعش ترهګرې ډلې د صلاح الدین په ښار کې د حشد شعبي د ځواکونو په ۲۲ م غنډ خونړی برید وکړ چې په نتیجه کې د یو تن قومندان په ګډون ۱۲ تنو د حشد شعبي ځواکونو ژوند د لاسه ورکړی دی.

ویل کیږي دا برید د صلاح الدین ښار په لویدیځ کې شوی دی.

په برید کې د حشد الشعبي د ځواکونو د قومندانانو نه ابو الیا حسنوي په ګډون ۱۲ تنه سرتیري مړه او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې دوه ورځې مخکې د عراق په پلازمینه بغداد کې په یو بازار کې دوه غبرګ ځانمرګي بریدونه وکړل چې په نتیجه کې ۳۲ تنه مړه او تر ۱۱۰ تنو ډیر کسان ټپیان شول.

د دواړو بریدونو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.  د بله پلوه د عراق لومړي وزیر په بغداد د بریدونو نه وروسته مهم امنیتي چارواکي د وظیفوي غفلت له امله له دندو ګوښه کړل.



اړوند خبرونه