د عراق په پلازمینه بغداد کې ځانمرګی برید وشو.

په بغداد کې غبرګو چاودنو ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1568241
د عراق په پلازمینه بغداد کې ځانمرګی برید وشو.

د عراق په پلازمینه بغداد په مرکزي سیمه کې غبرګې چاودنه شوې شوي دي

د عراق امنیتي سرچیني ویلي دي چې نن پنجشنبه د جنوري ۲۱ مه نیټه  د پلازمینې بغداد د باب الشرقي په سیمه کې د طیاران په میدان کې ځانمرګی برید وشو.

ویل کیږي د نوموړي ځانمرګي برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د عراق د امنیتي ځواکونو  د معلوماتو له مخې پدې ځانمرګی برید کې لږ تر لږه ۱۳ تنه مړه او ۲۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت تراوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.

 

 



اړوند خبرونه