د سوریې د حمص په ښار کې د تیلو په چانځای کې ستره چاودنه شوې
د سوریې په مرکزي حمص ولایت کې د بشار اسد د رژیم اړوند د تیلو په یو چاڼځای کې ډیره ستره چاودنه وشوه.
1567441

د سیمه ایزو سرچینو د خبر له مخې چاودنه د تیلو په چانځای کې د خامو تیلو ټانکرانو کې شوې ده .
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۷ ټانکرو کې چاودنه شوې ده. د چاودنې نه ستره اولګیدنه رامنځته شوې ده .
د اورلګیدنې د مړولو په خاطر د حمص او تارتوس د ښارونو نه د اور وژنې ډلې رارسیدلي دي. د اور وژنې ډلې د اورلګیدنې تر کنټرول لاندې د راوستلو په خاطر هڅه کوي.
د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویل شوي.
اړوند خبرونه

د سوریې د جرابلس او الباب په سیمو د بالستیک توغندی برید شوی
د سوریې په شمال کې د ترکیې سره په پوله کې د الباب او جرابلس په سیمو د بالستیک توغندیو بریدونه وشو.