په کویټ کې حکومت استعفا وکړه.
نږدې یو میاشت مخکې جوړ شوي د کویټ حکومت استعفا وکړه
د کویټ لومړي وزیر شیخ صباح خالد ال حمد الصباح د کویټ امیر شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح ته استعفا وړاندې کړه.
د کویټ د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د کویټ امیر شیخ نواف د لومړي وزیر صباح سره بیان په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.
پدې لیدنه کې لومړي وزیر د کویټ امیر شیخ نواف ته په خپلې مشرۍ د حکومت استعفا وړاندې کړه.
د ویلو ده چې د کویټ پارلمان ځیني وکیلانو تیره اونۍ حکومت په خپل وخت کاري پروګرام پارلمان ته د نه وړاندې کولو او اجراییه قوه قضایه قوه د خپلو اغیزو لاندې د نیولو په هڅې تورن کړ. نوموړو وکیلانو د حکومت د استیضاح کولو غوښتنه کړې وه.
ددې پرمختګ نه وروسته د کابینې وزیرانو تیره ورځ خپله استعفا لومړي وزیر ته وړاندې کړه.
د ویلو ده چې تیره میاشت په کويت کې د ټاکنو نه وروسته نوي حکومت د دسمبر په ۱۴ مه نیټه په دنده پيل وکړ.
د نوي حکومت لا یوه میاشت هم پوره شوې نوه چې استعفا يي وکړه.