متحده عرب امارات : د ترکیې سره د ښو اړیکو غوښتنه کوو
متحده عرب امارات : د ترکیې سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې د ښه اړیکو غوښتنه کوو
د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو مسئول د دولت وزیر انور محمد قرقاش وویل چې د ترکیې سره د متقابل درناوي په چوکاټ کې د اړیکو د نورمالو غوښتنه کوو.
انور محمد قرقاش دا څرګندونې د متحده عرب اماراتو د سکای نیوز تلویزیون سره په مرکه کې وکړې. هغه په مرکه کې د ترکیې سره د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل چې د متحده عرب اماراتو او ترکیې ترمنځه په اړیکو کې د اختلافاتو او یا ستونزو ته لار پرانیستونکی هیڅډول کوم لامل شتون نلري.
مونږ یواځې غواړو ترکیې ته ووایو چې په متقابله توګه د یو بل ملي حاکمیت ته د درناوي په چوکاټ کې د اړیکو د نورمالیدو غوښتنه کوو.
هغه وویل چې پدې وروستیو کې ترکیې لخوا د اروپايي ټولنې په اړه ډیرو مهمو او هیلو ډکو څرګندونو شاهدي کوو.
د ویلو ده چې د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو مسئول د دولت وزیر د جنوري په ۷ مه نیټه ویلي وو چې ترکیه د متحده عرب اماراتو تر ټولو ستر تجاري شریک هیواد دی.