سعودي عربستان د اوږدې مودې وروسته د قطر پر مخ د خپلو پولو د پرانیستو پریکړه وکړه
سعودي عربستان د قطر پرمخ د خپلو ټولو هوايي ، مځکنیو او سمندري پولو د پرانیستو پریکړه وکړه.
سعودي عربستان د قطر سره ددې هیواد پر مخ د خپلو ټولو پولو د پرانیستو په اړه په توافق ورسید.
دا خبره د کویټ د بهرنیو چارو وزیر وکړه.
د کویټ د بهرنیو چارو وزیر وویل چې سعودي عربستان د قطر پر مخ د خپلو ټولو پولو د پرانیستو په اړه د قطر سره په تفاهم ورسید. دا پولې به نن شپه پرانیستل شي.
د ویلو ده چې سعودي عربستان د جنوري په پنځمه نیټه د ریاض په کوربه توب په جوړیدونکې د خلیج د همکاریو د شورا په غونډه کې قطر ته د ګډون بلنه ورکړې وه.
قطر د سعودي عربستان بلنې ته په لبیک په ویلو سره په غونډه کې ګډون قبول کړ. د قطر د امیر عالي دیوان د بیان په خپرولو سره وویل چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني پدې غونډه کې ګډون کوي.
د ویلو ده چې د سعودي عربستان په مشرۍ د خلیج هیوادونو مصر، بحرین او متحده عربي اماراتو د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په میاشت کې قطر د ترهګرو نه د ملاتړ ، ددوې په کورنیو په چارو کې په مداخلې تورن کړ.
همداشان دې څلورو هیوادونو قطر ته یوه ۱۳ ماده يي شرطونو لست وړاندې کړ چې د قطر لخوا د ردیدو سره د قطر سره يي ټولې اړیکې پرې او پر دې هیواد يي محاصره ولګوله.