په یمن کې د واده په کور د توپ بری مرمۍ برید شوی
په یمن کې د واده په کور د توپ مرمۍ د لګیدو له امله ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د انادولو خبري اژانس د خبر له مخې د یمن د حدید په ښار کې د دولت تر کنټرول د واده په کور د توپ مرمۍ د لګیدو له امله لږ تر لږه پنځو تنو میرمنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ویل کیږي دا برید د حوثي یاغیانو لخوا شوی دی.
د یمن د پوځ اړوند د املوکه د غنډونو لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې حدیده د ښار په ختیځ کې حوثي یاغیانو د واده په کور د توپخاني برید کړی دی چې په نتیجه کې ۵ تنو میرمنو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۷ تنه نورې ټپيانې شوي دي.
د بله پلوه حوثي یاغیانو دا ادعا په کلکه توګه رد کړې ده او ویلي دي چې دا برید د دولت پلوي ځواکونو لخوا شوی دی.
د ویلو ده چې حدیده ښار مرکز د حوثي یاغیانو او ختیځ او سویلي برخې د دولتي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.
د ویلو ده چې درې ورځې مخکې هم د یمن د عدن په هوايي ډګر د توغندیو بریدونه وشو چې په نتیجه کې ۲۶ تنه مړه او تر سلو تنو ډیر ټپیان شول.