اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې د اسد ځواکونو پر پوځي قرارګاه برید کړی
د دمشق ترڅنګ د اسد ځواکونو پر قرارګاه هوايي برید شوی
اسرائیلي ځواکونو په سوریه کې د اسد ځواکونو په یوې پوځي قرارګاه هوايي برید کړی دی. پدې برید کې د یو تن سرتیري د وژل کیدو او ۳ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د بله پلوه د سوریې رژیم ویلي دي چې د اسرائیلو هوايي برید يي شنډ کړی دی.
د سوریې رسمي خبري اژانس سانا وویل چې نن چارشنبه د دسمبر ۳۰ د سهار په وختي ساعتونو کې اسرائیلي ځواکونو د پلازمینې دمشق ترڅنګ په پوځي هډې هوايي برید کړی دی.
سانا ویلي دي چې دا برید د دمشق تر څنګ د نبي هابیل په سیمه کې شوی دی. پدې برید کې یو تن سرتیري ژوند د لاسه ورکړی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
د بله پلوه په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان چې مرکز يي په لندن کې ویلي دي د اسرائیلو وروستي بریدونه ډیر پراخه وو. اسرائیلي سرتیرو د سوریې د اسد ځواکونو د مرکز سربیره د حزب الله او ایراني ځواکونو پر مرکزونو هم بریدونه کړي دي.