لیبیا مشروع حکومت : اجازه به ورنکړو چې حفتر هیواد یو ځل بیا د اور په لمبو بدل کړي

د لیبیا حکومت ویلي دي چې اجازه به ورنکړي چې حفتر هیواد د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې نه مخکې دورې ته بوځي.

1551820
لیبیا مشروع حکومت : اجازه به ورنکړو چې حفتر هیواد یو ځل بیا د اور په لمبو بدل کړي

د لیبیا مشروع حکومت ویلي دي چې د هیواد په ختیځ کې د نامشروع ملیشه ځواکونو مشر خلیفه حفتر په خپلو ځواکونو د جګړې لپاره د چمتوالي د نیولو غږ کړی دی.

د لیبیا حکومت ویلي دي چې اجازه به ورنکړي چې حفتر هیواد د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې نه مخکې دورې ته بوځي.

د لیبیا د ملي وفاق حکومت د  دفاع وزیر صلاح النمروش په هیواد کې د الاحرار تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د لیبیا حکومتي ځواکونه د ملګروملتونو سازمان لخوا اعلان شوي اوربند ته ژمن دي خو د حفتر ځواکونو په کراتو ددې اوربند نه  سرغړونه کړې ده .

د لیبیا حکومتي ځواکونه په مناسب وخت کې د حفتر د ځواکونو لخوا د اوربند نه سرغړونو ته د ځواب ورکولو په خاطر د لومړي وزیر فیض السراج د هدایت په انتظار دي.

هغه وویل چې هیڅوخت به اجازه ورنکړي چې هیواد د ۲۰۱۹ کال د اپریل د میاشتې نه مخکې دورې ته ستون شي.

النمروش وویل چې په هیواد کې جنګي جنایتکاران هیڅوخت د سیاسي حل لارې پارچه کیدلی نشي. د حفتر د نامشروع ځواکونو لخوا د طرابلس په لویدیځ او ترهونه سیمو کې په ترسره کړو جنایتونو پردې غووړولو ته به اجازه ورنکړي. پدې جنایتونو سترګې پټول ناممکنه خبره ده.

هغه وویل چې  د لیبیا ملي وفاق حکومت د سیاسي حل لارې د بهیر نه پوره ملاتړ کوي او د لیبیا یو لویش خاورې نه  نه تیریږي.

هغه وویل چې د خلیفه حفتر تیره ورځ په خپلو ځواکونو د لیبیا د مشروع ځواکونو پر خلاف جګړې  ته د اماده ګي نیولو او اماده باش غږ وکړ.

د ویلو ده چې په لیبیا کې د نامشروع ملیشه ځواکونو مشر خلفه حفتر د ۲۰۱۹ میلادي کال د اپریل په ۴ مه نیټه د پلازمینې طرابلس د نیولو په خاطر د ستر تعرض د پيلولو امر ورکړ. دې جګړې پوره ۱۴ میاشتې دوام وکړ او هیواد يي د اور په لمبو بدل کړ.

د لیبیا مشروع حکومت بالاخره حفتر د ځواکونو نه نیولې یو زیات شمیر سیمې بیرته ونیولې او هغوې په شا تګ ته اړ ویستل.

په لیبیا کې یو څه موده مخکې د ملګروملتونو سازمان په مشرۍ د ټولو خواوو ترمنځه اوربند وشو.



اړوند خبرونه