سعودي عربستان : په بحرالاحمر کې مو د ستر ترهګري برید مخه ونیوله

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د بحرالاحمر کې د ستر ترهګریز برید د مخنیوي نه خبر ورکړی دی.

1534510
سعودي عربستان : په بحرالاحمر کې مو د ستر ترهګري برید مخه ونیوله

 

د سعودي عربستان د الاخباریه تلویزیون د سعودي عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له قوله لیکلي دي چې په بحرالاحمر کې د حوثي یاغیانو لخوا د پلان شوي ستر ترهګریز برید مخه ونیوله. حوثي یاغیانو چې په چاودیدونکو توکو بار د یوې کښتۍ سره د ترهګري  برید هوډ درلود کښتۍ هدف ته د رسیدو نه مخکې له منځه وړل شوې ده .

همداشان ددې کښتۍ ځینې پارچې په سمندر کې په یوې تجاري کښتۍ لګیدلی دي او کښتۍ ته کوچنی زیان اړولی دی.

حوثي یاغیانو بیا د نوموړي برید په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې حوثي یاغیانو دوه ورځې مخکې د سعودي عربستان د تیلو د تولید پر په یو مرکز د توغندیو برید کړی وو چې په نتیجه کې  د تیلو د تولید په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه.

د برید مسئولیت حوثي یاغیانو په غاړه اخیستی وو. حوثي یاغیانو ویلي وو چې د بالستیک توغندیو سره يي د جدې په ښار کې د تیلو د تولید پر مرکز برید کړی دی.

د ویلو ده چې حوثي یاغیانو د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په میاشت کې په یمن کې د حکومت پر خلاف پاڅون وکړ او د پلازمینې صنعا په ګډون یو زیات شمیر سیمې ونیولې .

همداشان سعودي عربستان بیا په ۲۰۱۵ کال کې د یمن  د حکومت په غوښتنه د حوثي یاغیانو پر خلاف په عملیاتو پيل وکړ.

حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن د خاورې نه پر سعودي عربستان راکټي او د توغندیو بریدونو کوي. همداشان پدې وروستیو کې د ډرون الوتکو سره بریدونو ته زور ورته کړی دی.



اړوند خبرونه