په عربي نړۍ کې تر ټولو زیات د ترکیې بهرنی سیاست د خلکو په منځ کې محبوبیت لري.

په عربي نړۍ کې تر ټولو محبوب هیواد ترکیه او تر ټولو ناخوښی او دښمن هیواد اسرائیل دی.

1530511
په عربي نړۍ کې تر ټولو زیات د ترکیې بهرنی سیاست د خلکو په منځ کې محبوبیت لري.

 

دا خبره د  عرب سنټر په نامه د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز چې د امریکا په واشنګټن ډي سي کې موقعیت لري کړې ده .

عرب سنټر  ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو په دننه کې په الجزایر، مصر، عراق، اردن، کویټ، لبنان، موریتانیا، مراکش، فلسطین، قطر، سعودي عربستان، سوډان او تونس کې د څه باندې ۳۰ زرو تنو په مخامخ توګه  ملاقات  کړی او د هغوې د نظر يي پوښتلی دی. پدې نظر پوښتنه کې د هغوې نه د هیوادونو د بهرنیو سیاستونو په اړه پوښتنه شوې ده چې لوی اکثریت  د ترکیې بهرنی سیاست  انتخاب کړی دی.

پدې نظر پوښتنه کې د  ګډونوالو نه د خپلو هیوادونو او سیمې د هیوادونو د بهرنیو سیاستونو په اړه پوښتنه شوې ده.

همداشان په نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو ۵۸ سلنې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په سیمه کې د سیمه ایزو او نړۍوالو ځواکونو د سیاستونو پر خلاف نظر ښودلی دی.

عرب هیوادونو کې تر ټولو ستر غبرګون د امریکا متحده ایالتونو، روسیې، ایران او فرانسې پر خلاف ښودل شوی دی.

همداشان نوموړو ددې هیوادونو پر خلاف د ترکیې د بهرني سیاست نه ملاتړ کړی دی.

په نظر پوښتنه کې  د ګډون کوونکو ۵۸ سلنې د ترکیې د بهرني سیاست نه ډیر کلک ملاتړ کړی او مثبت نظر يي ښودلی دی، ۲۸ سلنې بیا منفي نظر ښودلی او ۱۴ سلنې د نظر ښودلو نه ډډه کړې ده .

د ترکېې نه وروسته د چین او په دریم کتار کې د جرمني په اړه مثبت نظر ښودل شوی دی.

د چین په اړه ۵۵ سلنې او د جرمني په اړه ۵۲ سلنې ګډونوالو مثبت نظر ښودلی دی.  

همداشان پدې نظر پوښتنه کې ۸۱ سنلې ګډونوالو د فلسطین په اړه ، ۷۷ سلنې د سوریې په اړه ، ۷۴ سلنې د یمن په اړه او ۷۰ سلنې د لیبیا په اړه د امریکا پر سیاستونو نیوکه او منفي نظر ښودلی دی.

په نظر پوښتنه کې ۸۹ سلنو ګډونوالو اسرائیل، ۸۱ سلنې ګډونوالو امریکا او ۶۷ سلنې ګډونوالو بیا ایران د عرب نړۍ لپاره  تر ټولو نه د ستر  ګواښ په توګه یادونه کړې ده .



اړوند خبرونه