اسرائیل یو ځل بیا د سوریې په پلازمینه دمشق  هوايي او توغندیز بریدونه وکړل.

اسرائیلو په سوریې هوايي بریدونه کړي

1529857
اسرائیل یو ځل بیا د سوریې په پلازمینه دمشق  هوايي او توغندیز بریدونه وکړل.

اسرائیل یو ځل بیا د سوریې په پلازمینه دمشق  هوايي او توغندیز بریدونه وکړل.

اسرائیلي ځواکونو نن د سهار په وختي ساعتونو کې  د سوریې په پلازمینه دمشق پراخه  هوايي او توغندیز بریدونه کړي دي.

په سوریه کې د بشري حقونو نه د څار سازمان اعلان کړی دی چې اسرائیل نن د سهار په وختي ساعتونو کې د سوریې په پلازمینه دمشق هوايي او توغندیز بریدونه وکړل.

پدې بریدونو کې لږ تر لږه لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په وژل شوو کسانو کې درې تنه د سوریې د پوځ سرتیري او پنځه تنه د ایران د قدس ځواکونو اړوند جنګیالي دي.

د بله پلوه د اسرائیل د پوځ ویاند د بریدونو پخلی کړی او ویلي دي چې نن چارشنبه د نوامبر ۱۸ د سهار په وختي ساعتونو کې په سوریه کې د ایران د قدس ځواکونو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي.

هغه ویلي دي چې پدې بریدونو کې د اسد د رژیم او ایران د قدس ځواکونو اړوند د وسلو او مهماتو د ډیپوګانو او هوايي دفاعي توغندیو پر دستګاه ګانو په ګډون په اتو نقطو بریدونه کړي دي.

د اسد رژیم اړوند د سانا خبري اژانس هم ویلي دي چې اسرائیلو جنګي الوتکو د سهار د ۳بجو او ۱۱ دقیقو په شاوخوا کې د پلازمینې دمشق په سویل کې د اسد رژیم اړوند په بعضو پوځي نقطو بریدونه کړي دي.



اړوند خبرونه