په بغداد کې د امریکا د سفارت ترڅنګ راکټي بریدونه شوي

د عراق په پلازمینه بغداد کې  په زرغون سیمې ګن شمیر راکټي بریدونه شوي دي.

1529739
په بغداد کې د امریکا د سفارت ترڅنګ راکټي بریدونه شوي

 

د عراق امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د پلازمینې بغداد  تر ټولو په خوندي زرغون سیمې باندې راکټي بریدونه شوي چې په نتیجه کې ۴ راکټونه په زرغون سیمه  کې او یو د ښاري روغتون او بل د پارک ترڅنګ لګیدلي دي.

پدې بریدونو کې د یو تن ماشوم د وژل کیدو او پنځو تنو ملکي وګړو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.

د ویلو ده چې د بغداد په زرغون سیمه کې راکټونه د امریکا سفارت ته نږدې لګیدلي دي. همداشان د راکټونو د لګیدو سره سم د امریکا د سفارت د خطر زنګونه  په غږیدو شول او دفاعي سیستم فعاله شو.

د ویلو ده چې د بغداد په زرغون سیمه کې د امریکا د سفارت سربیره د ډیری بهرنیو هیوادونو سفارت خانې، مهم دولتي ادارات شتون لري.



اړوند خبرونه