د بحرین لومړی وزیر وفات شو

د بحرین لومړي وزیر خلیفه بن سلمان الخلیفه ژوند د لاسه ورکړ

1525852
د بحرین لومړی وزیر وفات شو

د بحرین لومړي وزیر خلیفه بن سلمان الخلیفه د ۸۴ کلونو په عمر ومړ.

د بحرین د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې د بحرین لومړی وزیر الخلیفه چې ورپیښې شوې ناروغۍ له امله په امریکا متحده ایالتونو کې په روغتون کې د تداوۍ لاندې وو ژوند  د لاسه  ورکړی دی.

بحرین شاهي دیوان لخوا د خپور شوي بیان له مخې لومړي وزیر خلیفه بن سلمان الخلیفه په امریکا کې  په روغتون کې ساه ورکړې ده .

په بیان کې راغلي دي چې د الخلیفه جنازه به یواځې د کورنۍ د غړیو په ګډون ترسره او خاورو ته وسپارل شي.



اړوند خبرونه