حوثي یاغیانو په سعودي عربستان کې پر هوايي ډګرونو او پوځي هډې برید کړی دی.

حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان برید کړی

1515285
حوثي یاغیانو په سعودي عربستان کې پر هوايي ډګرونو او پوځي هډې برید کړی دی.

 

حوثي یاغیانو د سعودي عربستان د جیزان او ابها پر هوايي ډګرونو او د خمیس مشیط پر پوځي هډې د ډرون الوتکو سره د برید کولو نه خبر ورکړی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند وویل چې نن د خالي ورځ د اکتوبر ۲۴ مه د بې پيلوټه الوتکو سره يي د سعودي عربستان د جیزان او ابها پر هوايي ډګرونو او خمیس المشیط پر پوځي هډې بریدونه کړي دي.

د بله پلوه د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ائتلاف بیا د حوثي یاغیانو ادعاء رد کړې ده . د عرب ائتلاف ویاند ویلي دي چې د حوثي یاغیانو درې په چاودیدونکو توکو سمبال ډرون الوتکې چې د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د سویل پر لورې د حرکت په حال کې وې په هوا کې کشف او له منځه وړي دي.

د ویلو ده چې حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان پر خاوره د بالستیک توغندیو او ډرون الوتکو سره بریدونه کوي چې ډیری د سعودي عربستان د دافع  هوا سیستمونو لخوا په هوا کې کشف او شنډیږي خو ځینې بیا په هدفونو لګیږي.

د بله پلوه سعودي عربستان حوثي یاغیان په سعودي عربستان کې پر ملکي میشتو سیمو په بریدونو تورنوي.



اړوند خبرونه