په مصر کې ۱۳ تنه مخالفین اعدام شول

په مصر کې د مخالفینو د اعدام لړۍ دوام لري

1502854
په مصر کې ۱۳ تنه مخالفین اعدام شول

 

په مصر کې ۱۳ تنه سیاسي بندیان د حکومت لخوا په دار وځوړول شول.

د مصر د اخوان المسلمین تشکیلاتو اړوند د الوطن تلویزیون چې له بهره نشرات کوي د خپل فیسبوک په پاڼه په خپور کړي خبر کې په مصر کې د ۱۳ تنو سیاسي بندیانو د اعدامیدو نه خبر ورکړ.

نوموړي  تلویزیون د اعدام شوو کسانو نومونه هم خپاره کړي دي.

همداشان د نوموړو ۱۳ تنو د اعدام خبر د مصر د مخالفو تلویزیونونو چې د هیواد بهر نه د نشرات کوي لکه مکملین او شرق تلویزیونونو لخوا هم خپور شوی دی.

د شرق تلویزیون د اعدام شوو کسانو معلومات خپاره کړي  دي. همداشان د نوموړو کسانو د خپلوانو نه يي د اعدام شوو کسانو د جنازو د تسلیم اخیستو په خاطر  د قاهرې د زینهوم روغتون ته د مراجعه کولو غوښتنه کړې ده.

د مصر رسمي مقاماتو د نوموړې مسئلې په اړه څه ندي ویلي.

د ویلو ده چې په مصر کې په ۲۰۱۳ کال کې د پوځي کودتا نه راپدیخوا نیول شوي یو زیات شمیر کسان د اعدام په جزا محکوم شوي  او یو زیات شمیر يي اعدام شوي  دي.


پيوندونه: #اعدام , #مصر

اړوند خبرونه