د اسرائیل د پخواني‌ دفاع وزیر د مصر نه د تاریخي‌ اثارو د پټولو پر مهال اخیستل شوی عکسونه وموندل شول

د اسرائیل د دفاع د پخواني‌  وزیر موشي دایان د مصر نه د تاریخي اثارو د پټولو پر مهال اخیستل شوي‌ عکسونه خپاره شول.

1497874
د اسرائیل د پخواني‌ دفاع وزیر د مصر نه د تاریخي‌ اثارو د پټولو پر مهال اخیستل شوی عکسونه وموندل شول

 

د اسرائیل د ماریو ورځپاڼې د خبر له مخې د ۱۹۶۷ او ۱۹۷۴ کلونو ترمنځه د اسرائیل د دفاع د وزیر په توګه پاتې شوي‌ موشي دایان په ۱۹۶۹ کال کې  د مصر  د سینا ټاپو  د سیمې نه د تاریخي اثارو د پټولو  پر مهال اخیستل شوي‌ عسکونه خپاره شوي‌ دي.

په خبر کې راغلي‌ دي چې دا عکسونه د دایان لخوا د مصر د تاریخي اثارو د پټولو ښکاره سند او شواهد دي. دایان او د هغه سره مل سرتیري د مصر د تاریخي‌ او لرغونې سیمې نه د تاریخي‌ اثارو د پټولو پر مهال د هغه بکسونو  سره چې تاریخي‌ اثارې پکې انتقاالول عسکونه هم اخیستل شوي‌ دي.

مصر حکومت تر اوسه بورې ددې مسئلې په اړه څه ندي ویلي.


پيوندونه: #غلا , #اسرائیل

اړوند خبرونه