په مصر کې د حکومت ضد جوړو شوو مظاهرو کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړ.

په مصر کې د حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري

1497558
په مصر کې د حکومت ضد جوړو شوو مظاهرو کې درې تنو ژوند د لاسه ورکړ.

 

په مصر کې د تیرې څه مودې راهیسې د حکومت پر خلاف مظاهرې پيل شوي‌ دي. تیره ورځ قهرجنې جمعې تر نامه لاندې ستره مظاهره جوړه شوه چې وروسته د امنیتي‌ ځواکونو لخوا پر مظاهره کوونکو د ډیرې سختې مداخلې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳ تنو مظاهره کوونکو ژوند د لاسه ورکړ.

د مصر مخالفو سیاسي فعالینو او خبري رسنیو تیره ورځ د حکومت ضد د مظاهرو په ترڅ‌ کې د ګیزا په ښار کې امنیتي‌ ځواکونو  لخوا د درې تنو مظاهره کوونکو د وژلو نه خبر ورکړی دی.

په اسپانیا کې میشت د مصر د حکومت مخالف محمد علي‌ د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پيغام کې ویلي‌ دي چې « د سوله ایزو مظاهرو سره سره کورنیو چارو وزارت د ګیزا ولایت اړوند د الایاد به سیمه کې ۳ تنه بې ګناه مظاهره کوونکي‌ وژلي‌ دي.

په مصر کې د اخوان المسلمین د تشکیلاتو اړوند د وطن تلویزیون د امنیتي‌ ځواکونو لخوا د درې تنو مظاهره کوونکو هر یو  سمیع وفدي سید بشیر، رضا محمد حمید ابو امام او محمد ناصر حمدي‌ اسماعیل په نامه درې تنه مظاهره کوونکي وژلي‌ دي.

د مصر حکومت بیا د نوموړو مسئلې په اړه د څه ویلو نه ډډه کړې ده .

همداشان په مصر کې مخالفینو د ټولنیزې مډیا له لارې د قهرجنې جمعې په نامه مظاهره کې د ګډون په خاطر خلکو ته بلنه ورکړې وه. 


پيوندونه: #مظاهرې , #مصر

اړوند خبرونه