سعودي عربستان د اوږدې مودې وروسته د عمرې حج ته اجازه ورکوي.
سعودي عربستان مسجدالحرم او مسجدالنبوي په کامله توګه د عبادت پر مخ پرانیزي
سعودي عربستان ویلي دي چې د اکتوبر د څلورمې نیټې نه په اعتبار سره به پړاو په پړاو د عمرې حج ته اجازه ورکړي. د ویلو ده چې سعودي عربستان د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې د نیول شوو تدابیر له کبله د تیرو شپږ میاشتو راهیسې د عمرې حج ته اجازه نه ورکوله.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې د اکتوبر د ۴ مې نیټې نه په اعتبار سره به لومړی د هیواد دننه د عمرې زیارت کوونکو ته مرحله په مرحله د ورځې ۶ زرو تنو ته اجازه ورکړي. همداشان د اکتوبر د ۱۸ مې نیټې نه په اعتبار سره به د سعودي عربستان میشتو لپاره دا رقم لوړ کړی شي .
همداشان د نوامبر د میاشتې نه په اعتبار سره به د داخلي زیارت کوونکو سربیره بهرنیو زیارت کوونکو ته هم د عمرې حج د زیارت اجازه ورکړ شي. د نوامبر د میاشتې نه په اعتبار سره د قوي تدابیرو په نیولو سره مسجدالحرام او مسجد النبوي په کامله توګه د عبادت پر مخ پرانیستل شي.