په لیبیا کې د روسیې پوځي چورلکې سقوط وکړ
په لیبیا کې د روسیې د واګنر په نامه د خصوصي امنیتي شرکت اړوند پوځي چورلکې سقوط کړی.
1496066

د لیبیا پوځي ویلي دي چې د روسیې د خصوصي امنیتي سرکت واګنر اړوند پوځي چورلکه د سوکنه په سیمه کې لویدلې ده .
پدې پيښه کې ۴ تنه اجیر روس سرتیري وژل شوي دي.
د لیبیا د وسله والو ځواکونو د سیرت او جعفره د سیمو د ګډو عملیاتو ویاند جنرال عبدالهادي دیراح خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن د سهار د ۸ بجو په شاوخوا کې د روسیې د واګنر خصوصي امنیتي شرکت اړوند پوځي چورلکه د الجفره د پوځي هوايي هډې ته نږدې د سوکنه په سیمه کې سقوط وکړ. دې چورلکې اجیر روس سرتیري انتقالول.
پدې پيښه کې ۴ تنه روس اجیر سرتیري وژل شوي دي