محمود عباس د امریکا سره د مذاکراتو په خاطر د سختو فشارونو لاندې قرار لري
د فتحې د سازمان مرستیال : محمود عباس د امریکا د سختو فشارونو لاندې قرار لري خو هیڅکله يي ورته غاړه نده ایښې
د فلسطین د فتحې د غورځنګ مرستیال محمود الالول وویل چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس د عربي هیوادونو او نړۍوالې ټولنې لخوا د امریکا سره د مذاکراتو په اړه د ډیرو سختو فشارونو لاندې قرار لري او ټول فشارونه رد کړي دي.
هغه دا څرګندونې د فلسطین د رسمي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.
هغه وویل چې ولسمشر عباس د امریکا سره د مذاکراتو او اسرائیل لخوا د پرې شوو ګمرکي عوایدو له سره د ترلاسه کولو په خاطر د عرب هیوادونو او نړۍالې ټولنې لخوا د بې سارو فشارونو لاندې قرار لري خو دې فشارونو ته هیڅوخت غاړه نده ایښې . پډې حساس وخت کې د فلسطین غوښتنه د هر ډول ګواښونو او ګوت څنډونو پر وړاندې مقامت کول دي.
پدې ټول ډیر ښه پوهیږي چې د هغوې یواځنی هدف د فلسطین د دعوا تصفیه کول دي. هغه وویل چې د فلسطین حکومت به د اسرائیل سره اړیکي هیڅوخت د پخوا په څیر نشي.
د ویلو ده چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس د اسرائیل لخوا د لویدیځې تراړې خاوره د خپلې خاورې د سره د ګډولو د پریکړې نه وروسته د مې په ۱۹ مه نیټه د اسرائیل او امریکا سره لاسلیک کړو ټولو تړونونو او پروتوکولونو نه بهر شو.