په نجف ښار کې چاودنه شوې
د عراق په نجف ښار کې چاودنه شوې
1492965
د عراق د نجف په ښار کې د انګلیسي ژبې په یو روزنیز مرکز کې چاودنه وشوه.
د عراق د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې چاودنه د نجف په ښار کې د انګلیسې ژبې په یو امریکايي انیستیتوت کې رامنځته شوې ده .
چاودیدونکي توکي د نوموړي انیستیتیوت په منخ کې ځای په خای شوي وو.
د چاودنې په نتیجه کې انیستیتیوت ته د پام وړ زیان اوښتی دی. پدې پیښه کې د ځاني تلفاتو په اړه څه ندي ویل شوي.
د عراق رسمي مقاماتو د پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.