په اسرائیل کې د لومړي وزیر نتنیاهو د حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري

په اسرائیل کې په زرګونو تنو د لومړي وزیر نتنیاهو پر خلاف چې په اداري‌ فساد تورن دی او د کرونا ویروس پر خلاف د ناکامې مبارزې له امله مظاهره وکړه.

1489582
په اسرائیل کې د لومړي وزیر نتنیاهو د حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري

مظاهره کوونکي چې په لویديځ بیت المقدس کې د هغه د اقامتګاه مخې ته راټول شوي وو د هغه د استعفا غوښتنه کوله.

د تور بیرغ لرونکو د غورځنګ په توګه مشهورې ډلې لخوا په جوړه شوې دې مظاهره کې په زرګونو تنو ګډون کړی وو.

پولیسو د مظاهرې سیمې ته غځیدلې ټولې لارې د ټرافیک پر مخ  تړلی وې. پولیسو په سیمه کې ډیر کلک امنیتي‌ تدابیر نیولی‌ وو. 

همداشان مظاهره کوونکو د کرونا ویروس له امله د حکومت لخوا د هیواد په کچه د بندیزونو د پلان پر خلاف هم سخت غبرګون وښود

مظاهره کوونکو چې مجرم لومړی وزیر او نتنیاهو خپل کور  ته ستون شه  شعارونه ورکول.

د ویلو ده چې په اسرائیل کې چې د کرونا ویروس دوه څپه پيل شوې له امله يی د بې کارۍ کچه د شل سلنې نه اوښتې ده . همداشان پدې هیواد کې د نږدې ۳ میاشتو راهیسې د حکومت او نتنیاهو پر خلاف مظاهرې دوام لري.



اړوند خبرونه