بحرین هم د اسرائیل سره اړیکو عادي‌ کولو په اړه په تفاهم ورسید

یو بل عرب هیواد هم د اسرائیل سره د اړیکو د جوړولو په بیه د فلسطین دعوا ته خیانت وکړ.

1489145
بحرین هم د اسرائیل سره اړیکو عادي‌ کولو په اړه په تفاهم ورسید

 

د امریکا ولسمشر ډونلد ټرمپ چې یو څه موده مخکې د اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو د اړیکو د جوړولو او عادي‌ کیدو اړوند د تړون نه خبر ورکړی وو داځل يي بحرین او اسرائیل سره د اړیکو د عادي کیدو په اړه د تفاهم نه خبر ورکړ.

د امریکا ولسمشر د فلسطین دعوا ته دویم خیانت خبر هم د ټویټر له لارې خپور کړ.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د بحرین او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کیدو اړوند د تفاهم نه د مهم او تاریخي‌ ګام په توګه یادونه وکړه.

ټرمپ‌ د خپل ټویټر پاڼې له لارې د اسرائیل او بحرین ترمنځه د اړیکو د عادي کیدو اړوند د بحرین د پاچا لخوا خپور شوی بیان خپور کړ.

د بحرین پاچا حمد بن عیسی الخلیفه  په خپور کړي‌ بیان کې ویلي دي‌  چې د اسرائیل د لومړي‌ وزیر نتنیاهو او امریکا د ولسمشر ډونلد ټرمپ سره نن ټیلیفوني‌  خبرې وکړې او د اسرائیل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو په اړه په تفاهم ورسیدو.

د فلسطین ادارې بیا د بحرین او اسرائیل ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کولو د تفاهم په غبرګون کې د بحرین نه خپل سفیر هیواد ته د راغوښتو پریکړه وکړه. فلسطین د بحرین نه خپل سفیر هیواد ته راوغوښت.

ټرمپ‌ ویلي دي چې د تیرې یوې میاشتې په دننه کې بحرین دویم عرب هیواد دی چې د اسرائیل سره اړیکي‌ جوړوي او عادي‌ کوي.

هغه ویلي دي چې د دې دوو قوي‌ او پرمختللو اقتصادونو ترمنځه د مستقیمو اړیکو جوړیدل د منځني‌ ختیځ د مثبتو پرمختګونو او سیمې د سولې ، امنیت او هوساینې سره مرسته کوي.


پيوندونه: #بحرین , #اسرائیل

اړوند خبرونه