حوثي یاغیانو پر سعودي‌ عربستان د ډرون سره برید کړی

عرب ائتلاف : د حوثي‌ یاغیانو ډرون مو له منځه وړې ده

1486976
حوثي یاغیانو پر سعودي‌ عربستان د ډرون سره برید کړی

حوثي یاغیانو پر سعودي‌ عربستان د چاودیدونکو توکو بار ډرون الوتکو سره د برید ادعاء کړې ده.

د بله پلوه د سعودي عربستان په مشرۍ  عرب ائتلاف بیا د حوثي یاغیانو اړوند چې د ایران قوي‌ ملاتړ تر شا لري‌ د یوې ډرون الوتکې د ویشتو او له منځه وړو نه خبر ورکړی دی.

د سعودي‌ عربستان رسمي خبري‌ اژانس د عرب ائتلاف د ویاند ترکي المالکي له قوله په خپور کړي‌ خبر کې ویلي دي چې عرب ائتلاف د سعودي‌ عربستان په سویلي‌ برخه کې د حوثي یاغیانو اړوند د یوې ډرون الوتکې چې په چاودیدونکو توکو سمبال وه د لمنځه وړو نه خبر ورکړی دی.

ویاند ویلي دي‌ چې دا ډرون د حوثي یاغیانو لخوا  پر سعودي‌ عربستان د برید په موخه رالیږل شوې وه چې په هوا کې له منځه یوړل شوه.

ویاند ویلي‌ دي‌ چې حوثي یاغیان پر ملکي‌ وګړو او ملکي میشتو سیمو د بریدونو او بریدونو د تشبث سره نړۍوال او بشري حقونه د خپو لاندې کوي  او  جنایتونو ته دوام ورکوي.

د بله پلوه د حوثي یاغیانو پوځي‌ ویاند یحیی سري بیا د سعودي‌ عربستان په سویل لویدیځ کې د ابها په هوايي ډګر د پراخو بریدونو د ترسره کولو ادعاء کړې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا بریدونه د ډرون الوتکو سره ترسره کړي دي.

هغه ویلي‌ دي چې دا بریدونه په پوځي‌ هدفونو شوي‌ دي.



اړوند خبرونه