د ټرمپ‌ زوم لخوا د سعودي‌ عربستان پر ولیعهد شهزده سخت فشار

د ټرمپ زوم د سعودي په ‌ ولیعهد شهزاده د اسرائیل و متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کولو د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون په خاطر سخت فشار راوستی دی

1482060
د ټرمپ‌ زوم  لخوا د سعودي‌ عربستان پر ولیعهد شهزده سخت فشار

 امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ‌ زوم او سلاکار کوشنر د سعودي‌ عربستان پر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان باندې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کیدو اړوند د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون په خاطر د سخت فشار راوستو ادعاء شوې ده. 

دا ادعاء د اسرائیل د یدیعوت اخرونوت ورځپاڼې کړې ده .

یادې شوې ورځپاڼې پدې اړه په خپور کړي‌ خبر کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي‌ چې د ولسمشر ټرمپ زوم او سلاکار کوشنر د سعودي‌ عربستان پر ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان باندې راتلوونکې میاشت کې په واشنګټن کې لاسلیکیدونکي‌ د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو د اړیکو د عادي‌ کولو اړوند د تړون په مراسمو کې د ګډون په خاطر فشار راوستی دی.

په خبر کې راغلي‌ دي چې پر سعودي‌ عربستان د امریکا دا فشار د کوشنر لخوا د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو عادي‌ کولو په برخه کې د بریالیتوب د ترلاسه کولو نه وروسته ډیر شوی دی.

د ټرمپ‌ زوم غواړي‌ چې د متحده عربي‌ اماراتو نه وروسته سعودي‌ عربستان هم د اسرائیل سره اړیکو عادي‌ کیدو ته اړ کړي‌ او یا قناعت ورکړي. 

په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د سعودي‌ عربستان سفیران نن په متحده عربي‌ اماراتو کې د رسمي‌ لیدونو کتنو سره سم د اسرائیل یو هیئت متحده عربي‌ اماراتو ته سفر  جلب توجه کړې ده  . ویل کیږي کوشنر د خپلو مرستیالانو سره یو ځای محمد بن سلمان متحده عربي‌ اماراتو ته د یو هیٌت استولو ته د قناعت ورکولو په خاطر کار کوي.

په خبر کې راغلي‌ دي چې په سعودي‌ عربستان کې د اسرائیل سره د اړیکو د عادي‌ کولو د مسئلې په اړه اختلافات شتون لري. د سعودي‌ عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د اسرائیل سره د اړیکو د عادي‌ کولو سره سخت مخالف دی خو ولیهعد شهزاده بیا مخالف ندی خو تر اوسه پورې دا خبره منلې او اعلان کړې نده.

د بله پلوه ویل کیږي د همدې کوشنر او محمد بن سلمان قوي‌ اړیکې وې چې نن د اسرائیل الوتکه د سعودي‌ عربستان د هوايي حریم نه په استفادې سره متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ.



اړوند خبرونه