عراق او امریکا د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په مسئلې په توافق ورسید
د عراق لومړي وزیر مصطفی الکاظمي وویل چې د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه د امریکا متحده ایالتونو سره په توافق رسیدلی دی.
1476975
د عراق رسمي خبري اژانس تیره ورځ په واشنګټن کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلد ټرمپ او د لومړي وزیر مصطفی الکاظمي د لیدنې نه خبر ورکړی دی.
په خبر کې د عراق د لومړي وزیر الکاظمي له قوله لیکل شوي دي چې د ټرمپ سره لیدنه ډیره ګټوره او بریالۍ تیره شوه.
کاظمي ویلي دي چې د لومړي ځل لپاره مو د امریکا حکومت د عراق د حکومت غوښتونو ته په شفافه توګه ځواب ورکړی دی.
هغه وویل چې د امریکا د عراق نه د امریکايي ځواکونو د ویستو په اړه توافق ورسیدو. پدې اړه د میکانیزم د جوړولو په اړه تخنیکي هیئت د جوړولو پریکړه وشوه.
کاظمي ویلي دي چې د امریکا سره په یو زیات شمیر برخوکې متقابل تړونونه لاسلیک کړل چې ددې تړونونو تر ټولو مهم د ګازو تړون دی.
همداشان ټرمپ تیره ورځ ویلي وو چې خپل ټول سرتیري به د عراق نه وباسو او امریکا د هغه ورځ انتظار باسي .