د لیبیا د عالي دولتي شورا رئیس : د مدیترانې په مسئله کې د ترکیې نه قوي ملاتړ کوو
د لیبیا په نړۍواله کچه د مشروع د ملي وفاق حکومت وویل چې د ختیځې مدیترانې په مسئله کې مونږ د ترکیې ترڅنګ ولاړ یو.
د عالي دولتي شورا رئیس خالد المشیري د ختیځې مدیترانې د وضعیت په اړه د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون پوښتنې ځواب کړې.
هغه د مصر او یونان ترمنځه تش په نامه د لاسلیک کړي تړون په اړه وویل " دا په اصل کې د ترکیې او لیبیا ترمنځه د لاسلیک شوي تړون په مقابل کې لاسلیک شوی تړون دی. په ښکاره او غوڅه توګه وایم، د یوې سترې لویې وچې موجودیت د کوچني ټاپو سره مقایسه کولی نشو. د همدې امله مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې مونږ پر حق یو. د مصر او یونان د غیرې مشروع غوښتنو ته به هیڅکله غاړه کینږدو او په مقابل کې به يي نیغ ودریږو.
هغه وویل چې د ترکیې سره به یو ځای د مشروع مدافع نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې د ځان نه دفاع کولو ته دوام ورکړو او د ترکیې ترڅنګ به دریدو ته دوام ورکړو.
هغه زیاته کړه چې مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې په سیمه کې د روانو جنجالونو تر شا د ځینو اروپايي مشرانو لاس دی. ځکه چې اروپايي هیوادونه په سیمه کې یوه قوي او پياوړې ترکیه زغملی او لیدلی نشي. خو مونږ به د ترکیې نه ملاتړ او ترکیې ترڅنګ دریدو ته دوام ورکړو.
د لیبیا د عالي دولتي شورا رئیس وویل چې د ترکیې سره زمونږ همکاري یواځې د دفاعي برخو نه عبادت نده.
یو زیات شمیر پروژې چې د لیبیا په ختیځ کې د غیرې مشروع سله والو ځواکونو د مشر کودتاچي حفتر سره د نښتو له امله سرته رسیدلي ندي دا ټولې به انشاالله چې د ترکیې سره په ګډه سرته ورسو.