د متحده عربي اماراتو او اسرائیل د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو د عادي‌ کولو په اړه د تړون د لاسلیکیدو نه وروسته دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټيلیفوني‌ خبرې وکړې

1474221
د متحده عربي اماراتو او اسرائیل د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

د متحده عربي‌ اماراتو د بهرنیو چارو او نړۍوالو همکاریو وزیر عبدالله بن زید النیهان د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر ګابي اشکینازي سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

د نوموړو دوو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د عادي کولو په اړه د اګست په ۱۳ مه نیټه د لاسلیک کړي‌ هوکړه لیک او تړون نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د متحده عربي اماراتو د رسمي‌ خبري‌ اژانس د خبر له مخې دواړو بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک شوي‌ تړون له امله په متقابله توګه یو بل مبارکي وویله.

دواړو وزیرانو ددې خبرې په ټینګار ویلي دي‌ چې د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه لاسلیک شوی تړون به د سیمه ایزې سولې او پراختیا سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونلد ټرمپ د اګست په ۱۳ مه نیټه د پنجشنبې په ورځ د اسرائیل او متحده عربي‌ اماراتو ترمنځه د اړیکو د په کامله توګه د عادي‌ کیدو په خاطر تړون لاسلیکیدو نه خبر ورکړ.

د ویلو ده چې د متحده عربي‌ اماراتو لخوا د اسرائیل سره د اړیکو د عادي‌ کولو اړوند تړون په ځانګړې توګه په اسلامي‌ نړۍ کې سخت غبرګونونه وپارول.

فلسطین دا اقدام په ډیره کلکه توګه وغنده. فلسطین ددې تړون نه د فلسطین دعوا سره د ستر خیانت په توګه یادونه وکړه.

همداشان ترکیې هم دا تړون په ډیره کلکه توګه وغنده او ددې تړون نه د فلسطین د خلکو او فلسطین دعوا لپاره د خیانت په توګه یادونه وکړه.



اړوند خبرونه