د بغداد پر هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي
د عراق په پلازمینه بغداد پر نړۍوال هوايي ډګر راکټي بریدونه شوي.
1473232
د عراق پوځ د بغداد پر هوايي ډګر د درې راکټي بریدونو د ترسره کیدو نه خبر ورکړی دی.
د عراق پوځ ویلي دي چې د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو هډې ته نږدې درې راکټونه لګیدلي دي.
پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې دا په روانه اونۍ کې په عراق کې پر امریکايي ځواکونو پنځم برید چې ترسره کیږي.
په روانه اونۍ کې په بغداد کې د امریکا د سفارت ترڅنګ هم یو توغندی لګیدلی وو.
د امریکا متحده ایالتونو لخوا د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران د قدس د ځواکونو د مشر قاسم سلیماني او حشد شعبي د مرستیال د موټرو پر کاروان د خونړي برید نه وروسته په بغداد کې د امریکا پر سفارت او هډو وخت نا وخته دیته ورته بریدونه کیږي.