په بیروت کې مظاهرې دوام لري

د لبنان په پلازمینه بیروت کې تیر ماښام د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځه چې غوښتل يي  د پارلمان ودانۍ پر لورې لاریون وکړي اخوډب رامنځته شو.

1470104
په بیروت کې مظاهرې دوام لري

 

پولیسو پر مظاهره کوونکو د اوښکو بهوونکو ګازو نه کار واخیست.

د لبنان د  پلازمینې بیروت په مرکز  د شهیدانو په میدان کې سره راټول شوو په سلګونو تنو مظاهره کوونکو د اګست په څلورمه نیټه د بیروت په بندر کې د رامنځته شوې خونړۍ او ویجاوړونکې چاودنې له امله د هیواد د یو زیات شمیر سیاستوالو پر خلاف مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو ددې چاودنې مسئولیت پدې سیاستوال اچوله.

مظاهره کوونکو چې غوښتل د پارلمان د ودانۍ پر لورې لاریون وکړي‌ په سیمه کې د ځای په ځای شوو پولیسو سره په نښته کې ښکیل شول.

مظاهره کوونکو پر پولیسو د تیګو بریدونه کول او پولیسو بیا د اوښکو بهوونکو ګازو سره ځواب ورکولو.

د بله پلوه د لبنان د ولسمشر میشل عون زوم او د پارلمان وکیل شامل روکوز چې غوښتل د مظاهره کوونکو پر ملاتړ په مظاهره کې ګډون وکړي د مظاهره کوونکو لخوا ورته په مظاهره کې د ګډون اجازه ورنکړل شوه.

مظاهره کوونکو ویل چې نه غواړي‌ هیڅ سیاسي څیرې ته په مظاهره کې د ګډون اجازه ورکړي. د مظاهره کوونکو او د ولسمشر د زوم ترمنځه لفظي مشاجره هم وشوه.

همداشان یوه ورځ مخکې هم په بیروت کې راټول شوو په زرګونو تنومظاهره کوونکو په بیروت کې د رامنځته شوې چاودنې مسئولیت چې له کبله يي ۱۵۸ تنه مړه او څه باندې ۶۰۰۰ تنه نور ټپیان شوي‌ دي‌ مسئولیت پر پارلمان واچو او د پارلمان پر خلاف يي مظاهره وکړه.

مظاهره کوونکو د بهرنیو چارو وزارت په ګډون د یو زیات شمیر وزارت خانې اشغال او سخت زیان يي‌ ورته ورسو.

پدې مظاهره کې یو تن امنیتي‌ سرتیري‌ ژوند د لاسه ورکړی وو او ۷۰ تنو امنیتي‌ پولیسو په ګډون ۲۳۸ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.

پولیسو ۲۰ تنه مظاهره کوونکي نیولي‌ هم وو.


پيوندونه: #مظاهرې , #لبنان

اړوند خبرونه