اسراییلو پر سوریې هوايي بریدونه کړي

اسراییلو د سوریې پلازمینې دمشق په سویلي‌ برخو کې پراخه هوايي‌ بریدونه کړي

1466606
اسراییلو پر سوریې هوايي بریدونه کړي

اسراییلو په سوریې هوايي بریدونه وکړل.

د اسرائیل اړوند جنګي الوتکو او جنګي چورلکو د سوریې په پلازمینه دمشق په سویلي برخو کې د سوریې رژیم د پوځ اړوند په بعضو هدفونو هوايي بریدونه کړي‌ دي.

د بله پلوه د سوریې دفاعي ځواکونو د اسرئیل د توغندیزو بریدونو د مخنیوي نه خبر ورکړی دی.

اسرائیل  لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي‌ دي چې تیره ورځ د ګولان په تپو د نفوذي بریدونو په ځواب کې د سوریې د پوځ اړوند د څار په نقطو، استخباراتو مرکزونو او د الوتکو ضد د توغندیو د دستګاګانو په ګډون یو زیات شمیر هدفونه له منځه وړل شوي‌ دي.

سوریې بیا د اسرائیل ادعاګانو په ردولو سره ویلي دي چې تیره ورځ يي د اسرائیل لخوا د ترسره شوو توغندیز بریدونو مخنیوی کړی دی. سوریې ویلي دي چې ددوې دفاعي‌ توغندی د پلازمینې دمشق په سویل کې د اسرائیل د توغندیز بریدونو مخنیوی کړی او توغندی په هوا کې شنډ او لمنځه وړي‌ دي.



اړوند خبرونه