د لبنان د بهرنیو چارو وزیر استعفا وکړه
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ناصیف حتي له خپلې دندې استعفا وکړه.
1466253
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر ناصیف حتي خپله استعفا لومړي وزیر حسن دیاب ته وړاندې کړې ده .
د لبنان د بهرنیو چارو وزیر د خپلې استعفا لامل تر اوسه پورې نده په ډاګه کړی خو ویل کیږي خو ویل کیږي چې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپریدونکې یوه اعلامیه کې به د استعفا لامل اعلان کړي.
د لبنان د حکومت یو تن چارواکي چې د خپل نوم د اخیستو نه یي ډډه کوله خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا یو نهايي ګام دی .
لبنان پدې وروستیو کې د ډیر بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی. ددې هیواد کرنسي د هرې ورځې په تیریدو سره د بهرنیو اسعارو پر وړاندې خپل اهمیت د لاسه ورکوي چې پدې هیواد کې د سترو مظاهرو لامل ګرځیدلي دي.