د حج مراسم پایته ورسیدل

په سعودي عربستان کې د سږني‌ حج مراسم د وداع طواف په ترسره کولو سره پایته ورسیدل.

1466266
د حج مراسم پایته ورسیدل

 

د سعودي‌ عربستان د رسمي‌ خبري‌ اژانس د خبر له مخې  سږ کال  لس زرو تنو حاجیانو د کرونا ویروس تر سیوري لاندې د حج د مراسمو وروستی رکن د وداع  د طواف په  ترسره کولو سره د حج مراسم پایته ورسول او د مینا نه جلا شول.

حاجیانو د ټولنیزې مصافې په ګډون د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په خاطر ټول نیول شوي‌ تدابیرو په کامله توګه د مراعاتولو سره د حج مراسم پایته ورسول.

د مسجد الحرام او مسجد النبوي د چارو عمومي‌ رئیس او د کعبې امام شیخ عبدالرحمان السدیس وویل چې د حج سږني مراسم په ډیره بریالۍ توګه پایته ورسیدل.

هغه د حاجیانو د شمیرې او د روغتیايي حالت په اړه د څه ویلو نه ډډه وکړه.

د بله پلوه د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هغه سیمو کې چې د حج مراسم جوړ شوي‌ وو د کرونا ویروس هیڅ کومه مثبته پيښه نده تثبیت شوې.

د ویلو ده چې سعودي‌ عربستان سږ کال د کرونا ویروس له امله د حج مراسمو ته د ډیرو محدودو شمیر حاجیانو سره ترسره کولو ته اجازه ورکړه.

پداسې حال کې چې هر کال د حج په مراسمو کې څه باندې دوه نیم میلیونه تنه حاجیان ګډون کوي سږ کال د کرونا ویروس له امله یواځې لسو زرو تنو حاجیانو ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه ورکړ شوې وه.

سعودي عربستان سږ کال د هیواد نه بهر حاجیان قبول نکړل یواځې د سعودي‌ عربستان د پولو په منځ کې میشتو کسانو ته د ځانګړو شرایطو سره د ګډون اجازه ورکړه.

د حج په سږنیو مراسمو کې د سعودي‌ عربستان د پولو په منځ کې میشتو یواځې هغه کسانو ته چې د کرونا ویروس ټسټ يي کړی وو او عمر يي د ۶۵ کلونو نه ښکته وو او هیڅډول کومه ساري‌‌ او انتاني‌ ناروغۍ يي نه درلوده اجازه ورکړ شوې وه.



اړوند خبرونه