په عربي نړۍ کې متحده عربي امارات لومړی هیواد دی چې د اټومي انرژۍ بټۍ يي فعاله کړه.
متحده عربي اماراتو لومړنۍ د اټومي انرژۍ بټۍ فعاله کړه
د متحده عربي اماراتو لومړي وزیر او د دوبۍ امیر شیخ محمد بن راشد المختوم په عربي آماراتو کې د البرکه په نامه د اټومي انرژۍ د لومړۍ بټۍ د فعالو نه خبر ورکړ.
المختوم د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې « متحده عربي اماراتو نن ورځ په عربي نړۍ کې لومړی سوله ایز د اټومي انرژۍ بټۍ فعاله کړه. د متخصصینو لخوا د اټومي انرژۍ بټۍ ازمایښتونو چارې په بریالیتوب سره د سرته رسیدو نه وروسته فعاله شوې ده .
هغه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې متحده عربي امارات به خپلې برښنا یوه څلورمه برخه اړتیاوې د ډاډمند، امن او اعتبار وړ او د ایکولوژیک پلوه د پاکې یعنې د اټومي انرژۍ نه ترلاسه کړي. متحده عربي امارات به څلور د اټومي انرژۍ بټۍ فعاله کړي. هغه ویلي دي چې د متحده عربي اماراتو لخوا روانې فضايي څیړنې به په عربي نړۍ کې د علمي څیړونو لارې له سره پرانیزي او نورو سترو ملتونو سره به ورته د رقابت زمینه برابره کړي. همداشان دا څیړنې نړۍ ته یو ښکاره پیغام هم دی.
د ویلو ده چې د متحده عربي اماراتو د البرکه په نامه دا ټومي بټۍ جمعآ د ۵۶۰۰ میګاواټه برښنا د تولید په ظرفیت جوړ شوی دی.
همداشان دا بټۍ د ۴ اټومي ریکټورونو نه جوړه ده.