په عراق کې د وخت نه وړاندې د ټاکنو نیټه وټاکل شوه

الکاظمي : د ۲۰۲۱ کال د جون په ۶ مه به ټاکنې وکړو

1465295
په عراق کې د وخت نه وړاندې د ټاکنو نیټه وټاکل شوه

د عراق لومړي‌ وزیر مصطفی الکاظمي په هیواد کې د وخت نه وړاندې د ټولټاکنو د ترسره کولو پریکړه وکړه.

هغه د ټاکنو لپاره نیټه د ۲۰۲۱ میلادي کال د جون  ۶ مه نیټه  ټاکلې ده .

د عراق لومړي وزیر الکاظمي د دولتي‌ تلویزیون له لارې د عراق خلکو ته په خطاب کې په خپله وینا کې وویل چې په هیواد کې د امریکايي ځواکونو پوځي‌ هډو ته اړتیا نشته. مونږ د واشنګټن نه یواځې په اقتصادي‌ برخو کې او د امنیتي‌ ځواکونو د روزنې په برخه کې د مرستو تمه لرو.

هغه په خپله دې وینا کې په هیواد کې د وخت نه وړاندې ټولټاکنو په اړه روانو بحثونو او جنجالوو ته د پای ټکی کیښود او وویل چې په هیواد کې راتلوونکې ټاکنې به د ۲۰۲۱ کال د جون په ۶ نیټه ترسره کړو. هغه وویل چې د ټاکنو د ترسره کولو په خاطر د هیوادوالو سره ژمنه کوي.

همداشان هغه د ټاکنو د قانون د تصویبولو په خاطر په پارلمان غږ وکړ .

د ویلو ده چې د عراق لومړی وزیر الکاظمي‌ د روان کال د مې په میاشت کې د لومړي‌ وزیر په توګه د ټاکل کیدو نه سمدلاسه وروسته په هیواد کې د وخت نه وړاندې د ټاکنو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

په عراق کې د اوږدې مودې لپاره د حکومت پر خلاف او له سره د ټاکنو په خاطر مظاهرې وشوې. مظاهره کوونکو د وخت نه وړاندې ټاکنې غوښتې. د عراق لومړی وزیر غواړي‌ چې ددې پریکړې سره د مظاهره کوونکو غوښتنه پر ځای کړي.


پيوندونه: #ټاکنې , #الکاظمي , #عراق

اړوند خبرونه