په اسراییل کې د کورنۍ جګړې خبرداری

د اسراییل د مخالفو ګوندونو ( راتلوونکی شته ) د ګوند مشر یاير لاپید په هیواد کې د احتمالي کورنۍ جګړې په اړه خبرداری ورکړ.

1464672
په اسراییل کې د کورنۍ جګړې خبرداری

 

هغه د تیرې سې شنبې په ماښام په پلازمینه تل ابیب کې په جوړې شوې مظاهره کې تاوتریخوالي‌ ته په اشارې سره وویل چې دا ډول تاوتریخوالی هیواد د کورنۍ جګړې پر لورې راکاږي.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي‌ چې « په تل ابیب کې تویه شوې وینه د لومړي‌ وزیر نتنیاهو او د هغه د استازو په لاسونو تویه شوې وینه ده. هغه وویل چې د مظاهره چیانو سره ناوړه چلند په اصل کې یو پارونکی اقدام دی.

دا ډول پارونکي‌ اقدامات هیواد د کورنۍ جګړې پر لورې راکاږي. همداشان هغه په نتنیاهو د روانو مظاهرو او د مظاهره کوونکو سره د ناوړه چلند او مداخلې په اړه د چپتیا غوره کولو له امله ډيرې سختې نیوکې وکړې.

د بله پلوه د اسراییل د دفاع وزیر بیني ګانتز بیا پر مظاهره کوونکو د برید کوونکو هر څه ژر د خپلو اعمالو په سزا د رسولو غوښتنه کړې ده .

هغه ویلي دي تر کومه چې مونږ دلته شتون ولرو هیڅوک په اسراییل کې د مظاهره کوونکو خولې ټپولی نشي.

د اسراییل د دولتي رسنۍ کان د خبر له مخې په تل ابیب کې د اسراییلو د ملي امنیت د وزیر د کور په مخکې په جوړو شوې مظاهرې د ښي‌ اړخه افراطي ډلو لخوا برید شوی وو چې په نتیجه کې ۵ تنه مظاهره کوونکي‌ سخت ټپيان شوي‌ دي.

د اسراییل لومړي وزیر بیا پر دې برید چپتیا غوره کړې ده .



اړوند خبرونه