ایران ملاتړو ترهګرو ډلو ادلب ته ۳۰۰ تنه ترهګر ولیږل

ایران د سوریې په ادلب کې د تاوتریخوالي د کمولو سیمې ته ۳۰۰ تنه ترهګر لیږلي‌ دي.

1464013
ایران ملاتړو ترهګرو ډلو ادلب ته ۳۰۰ تنه ترهګر ولیږل

 

د سیمه ایزو سرچینو د خبر له مخې د اسد د رژیم  پلو ځواکونو په توګه یادیدونکي‌ د ایران ملاتړي ترهګرو ډلو د ادلب ښار د تاوتریخوالي‌ د کمولو سیمې پولو ته د حلب لویدیځو لمنو ته ۳۰۰ تنه ترهګر استولي‌ دي.

ویل کیږي‌  ترهګرو د سوریې د دیروزور ولایت د ابوکمال د ولسوالۍ نه  د شپې په ساعتونو کې حرکت وکړ.

ویل کیږي‌ سیمې ته د ایران ملاتړ کوونکو ترهګرو سربیره زغروالې موټرې، سپکې او درندې وسلې هم لیږلي‌ دي.

د ویلو ده چې د اسد رژیم د اوږدې مودې راهیسې یاد شوې سیمې ته عسکر لیږي.



اړوند خبرونه