په اردن کې د نوامبر په لسمه نیټه د پارلماني‌ ټاکنو پریکړه وشوه.

اردن پارلماني‌ ټاکنو ته تیاری نیسي

1464028
په اردن کې د نوامبر په لسمه نیټه د پارلماني‌ ټاکنو پریکړه وشوه.

 

د اردن د شاهي دیوان لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي‌ دي چې د اردن پاچا دویم عبدالله د نوامبر په لسمه نیټه د پارلماني‌ ټاکنو د ترسره کولو پریکړه وکړه.

د اردن د دولتي‌ تلویزیون د خبر له مخې د نوموړي‌ هیواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پارلماني‌ ټاکنو لپاره لسمه نیټه منظوره کړې ده .

د اردن د اساسي‌ قانون له مخې پدې هیواد کې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل پارلماني‌ ټاکنې کیږي.

د اردن موجود پارلمان د ۲۰۱۶ میلادي‌ کال د سپټمبر په ۲۰ مه نیټه دنده پیل کړې ده .

د اردن پارلمان د دوو مجلسینو ولسي جرګې او مشرانو جرګې نه جوړ دی.

د مشرانو جرګې غړي‌ د پاچا لخوا انتصابیږي‌ او د ولسي جرګې غړي‌ د خلکو لخوا ټاکل کیږي.



اړوند خبرونه