سعودی عربستان : مکې ته د حاجیانو په راتګ پيل شوی دی
سږ کال د حج په مراسمو کې یواځې سعودي میشتي د ګډون اجازه لري
سعودي عربستان د حج د فریضې د ادا کولو په خاطر مکې مکرمې ته د حاجیانو د راتګ د پيلیدو نه خبر ورکړ.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د خبر له مخې پداسې حال کې چې د مکې مکرمې ښار ته حاجیانو د قافلو په راتګ پيل شوی دی د کرونا ویروس پر خلاف تدابیرو کچه هم ښه لوړه شوې ده .
د سعودي عربستان د حج او عمرې د چارو وزارت ددوې نه د اجازې د اخیستو نه پرته هیڅوک د حج د فریضې د ادا کولو اجازه نلري. د سعودي عربستان چارواکیو د حج او عمرې د چارو د وزارت د پریکړې په رڼا کې کنټرولونو کچه هم لوړه کړې ده.
د سعودي عربستان پولیسو تر اوسه پورې ۱۶ تنه چې د حج او عمرې د چارو د وزارت نه د اجازې اخیستو پرته د حج د مراسمو د ادا کولو په خاطر راغلي وو او د وضع شوي مقرارت يي د خپو لاندې کړي وو نیول شوي دي.
سعودي عربستان سږ کال کرونا ویروس له امله د حج د عبادت د پر ځای کولو په خاطر یواځې سعودي میشتو ته اجازه ورکوي.
همداشان د بهر نه هیڅا ته د حج په مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.
د بله پلوه د سعودي عربستان د حج او عمرې چارو وزارت پخپله د سعودي عربستان په خلکو هم ځینې محدویتونه لګولي دي.
د حج په مراسمو کې د ګډون په خاطر د ۶۵ کلونو نه لوړ عمر لرونکو او انتاني ناروغانو ته اجازه نه ورکول کیږي.