په اسرائیل کې د لومړي وزیر نتنیاهو د حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري

د اسرائیل په پلازمینه تل ابیب کې د لومړي‌ وزیر نتنیاهو په مشرۍ د ائتلافي حکومت پر خلاف د کرونا ویروس د ساري ناروغۍ نه د اغیزمن شوو سکتورونو سره د کافي مرستې نه کولو له امله ستره مظاهره وکړه.

1453562
په اسرائیل کې د لومړي وزیر نتنیاهو د حکومت پر خلاف مظاهرې دوام لري

 

د ویلو ده چې په زرګونو تنو مظاهره کوونکو د رابین په میدان کې د حکومت پر خلاف په جوړه شوې مظاهره کې ګډون کړی وو. د پولیسو لخوا پر مظاهره کوونکو په پرله پسې ډول د ټولنیز واټن د مراعات کولو غږونه کیدل.

ویل کیږي‌ ځیني‌ مظاهره کوونکو مجرم لومړی وزیر لیکلي‌ ماسکونه اغوستي وو.

همداشان مظاهره کوونکو نتنیاهو خپل کور ته ستون شه او د حکومت پر خلاف شعارونه ورکول.

دا مظاهره چې د توریزم، ټرانسپورت ، رستورانتونو او هوټلدارانو په ګډون د سکتورونو چې تر ټولو زیات د کرونا ویروس د ناروغۍ نه اغیزمن شوي‌ دي د مشرانو لخوا جوړه شوې ده . پدې مظاهره کې د حکومت د مخالفینو په ګډون یو سیاستوال ته هم د ګډون بلنه نوه ورکړ شوې ده .

په مظاهره کې د سکتورونو  مشرانو په ویناګانو کې د کرونا ویروس د ساري‌ ناروغۍ له امله د اغیزمن شوو سکتورونو سره د مرستې د پروګرامونو نه عملي کولو پړه د نتنیاهو په مشرۍ پر حکومت واچوله. هغوې دا حکومت په خپلو چارو کې ناکام وباله. مظاهره کوونکو په مالي‌ مرستو سیاستونو کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

همداشان په مظاهره کې د اسراییلو د تیاتر نامتو هنرمند ګوی لویل وویل چې د کرونا ویروس له امله تیاتر چې ده پکې کار کولو تړل شوی دی. هغه وویل چې مونږ د کرونا ویروس نه ډاریږو خو ډاریږم د نتنیاهو د کمظرفیته حکومت نه چې مونږ به ووژني.د کرونا نه به مړه نشو خو د ولګې به مړه شو. نن ورځ خلک د ولګې مري.

د ویلو ده چې په اسراییلو کې د کرونا ویروس له امله د بې کارۍ کچه ۲۵ سلنې ته لوړه شوې ده . د همدې امله د حکومت پر خلاف مظاهرې او غبرګونونه د هرې ورځې په تیریدو مخ په لویدو دي.



اړوند خبرونه