د مغرب عرب عالمانو ټولنه: ایه صوفیه جومات د عبادت پرمخ د پرانیستل یوه تاریخي پيښه ده

د مغرب عرب عالمانو ټولنې ، د ایا صوفیه تاریخي‌ جامع جومات د عبادت پر مخ پرانیستو نه د سترې تاریخي‌ شیبې په توګه یادونه وکړه.

1453497
د مغرب عرب عالمانو ټولنه: ایه صوفیه جومات د عبادت پرمخ د پرانیستل یوه تاریخي پيښه ده

 

د لیبیا، تونس، الجزایر، مراکش او موریتانیا د عالمانو نه جوړه د مغرب عالمانو ټولنې لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې " د ترکیې ملت ، ولسمشر رجب طیب اردوغان او ټول عالم اسلام ته د ایه صوفیه تاریخي‌ جامع جومات د عبادت پر مخ د پرانیستو له امله مبارکي‌ وایو. دا یوه ډیر ستره تاریخي‌ پيښه ده. د ټول اسلامي‌ امت په خوښۍ کې ځان شریک بولو او د ټولو سره دا خوښي شریکو. "

په اعلامیه کې راغلي دي‌ چې جوماتونه د مسلمانانو د عبادت لپاره تخصیص او ځانګړي شوي وقفونه او بڼسټونه دي. هیڅوک ددې برعکس یعنې د نورو مقاصدو لپاره د کارولو او یا حرکت واک نلري.

په اعلامیه کې راغلي‌ دي‌ چې " د الله تبارک و تعالی نه نیاز او غوښتنه کوو چې مسجد الاقصی هم د صهیونستو نه ازاد او زمونږ ملت ددې ظالمانو د ظلمونو نه وژغوري. الله تبارک و تعالی دې دا خوښي‌ هم  زمونږ د ټولو په نصیب کړي."

 



اړوند خبرونه