د جزا نړۍواله محکمه په لیبیا کې د حقتر ځواکونو لخوا ترسره شوي‌ جنګي‌ جنایتونه څیړي

د جزا نړۍواله محکمه په لیبیا کې د حفتر د ځواکونو د جنګي‌ جنایتونو د څیړولو په خاطر لیبیا ته هیئت لیږي

1453310
د جزا نړۍواله محکمه په لیبیا کې د حقتر ځواکونو لخوا ترسره شوي‌ جنګي‌ جنایتونه څیړي

د لیبیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي‌ چې جزا نړۍوالې محکمې د جولای په ۷ مه نيټه د کودتاچي‌ حفتر د ځواکونو لخوا د طرابلس په سویل او ترهونه ښار کې د ترسره شوو جنګي‌ جنایتونو د څیړونو په خاطر هیواد ته د یوې څیړنیز هیئت د راستول ومنل .

د ویلو ده چې هیئت د حفتر د ځواکونو لخوا په پلازمینه طرابلس د ۱۴ میاشتو بریدونو په ترڅ کې د ترسره کړو جنګي‌ جنایتونو څیړنې د روانې میاشتې په نیمايي کې پيلیوي.

ویل کیږي د حفتر جنګیالي د لګول شوو تورونو په منځ کې ډله ایز وژنې، انسان تښتونې، اشکنجه، د مړو تحریفولو په څیر ضد انساني‌ جنایتونه او په ملکي‌ وګړو بمونه او په روغتونونو او روغتیايي پرسونل بریدونه شتون لري.

د لیبیا د حکومت لخوا ددې ټولو جنایتونو په اړه اسناد او شواهد ټول شوي‌ دي او د جزا نړۍوالې محکمې هئیت ته به ورکړل شي.

د بله پلوه شننونکو په اند هیئت به یواځې د ترهونه او طرابلس په سویل کې د دسته جمعي قبرونو او نورو بشري او جنګي‌ جنایتنو په اړه تحقیقات وکړي.



اړوند خبرونه